د جرمني هغه روغتون چې د روسي حکومت د سیاسي مخالف الکسي ناوالني درملنه کوي، وايي هغه له کوما وتلی دی.
د جرمني ډاکتران تأییدوي چې دوی د مصنوعي ساه اخیستلو دستګاه د الکسي ناوالني له بدنه لیرې کړې ده. دا په تېرو دوو اوونیو کې د ناوالني په روغتیايي وضعیت کې لومړی پرمختګ دی.
په برلین کې د چیریټي په نوم روغتون د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په اوومه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د الکسي ناوالني بدن د روغتیايي محرک دستګاوو ته غبرګون ښيي.
د روسیې د رژيم مخالف، ۴۴ کلن الکسي ناوالني درملنه د اګسټ په ۲۲مه نېټه د برلین په روغتون کې پيل شوه.