دغه اداره وایي، هند کې د کرونا وایروس پراختیا اوج ته رسېدلې نو په دې اساس نه شي کولای چې په لویه پیمانه پروازونه پیل کړي، خو اوس به د اړتیا پر بنسټ محدود شمېر پروازونه ترسره کېږي.
د دغې ادارې په خبره، د دواړو هیوادونو چاوارکو پرېکړه کړې چې د هند او افغانستان یو هوایي شرکت به په اوونۍ کې یو پرواز ترسره کوي او مسافر به یې ټولې روغتیایي سپارښتنې عملي کوي.
د دوی په خبره، د افغانستان له لورې به د ارینا افغان هوایي شرکت په دغه پروازونو کې برخه اخلي.