کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشرۍ ماڼۍ پر امرالله صالح برید وغانده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 سنبله 1399 ساعت 11:32

ولسمشر محمد اشرف غني پر امرالله صالح ننی برید غندلی او دا یې د هیواد او سولې د دښمنانو کار بللی.


له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هیواد او سولې دښمنانو نن سهار د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پرو موټریز کاروان تروریستي برید کې یو شمېر هیوادوال شهیدان شول.
په خبرپاڼه کې د ولسمشرغني له قوله راغلي:
 له دغې دردناکې پېښې وروسته مې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح احوال واخیست او شکر روغ رمټ دی، خو په دغه برید کې نورو هیوادوالو ته پر اوښتو ځاني او مالي زیانونو سخت خواشینی یم، د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوم.
ولسمشر دغه راز ويلي:
تروریستان او د دوی بهرني ملاتړي د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره پر سوله، جمهوریت او د هیواد روښانه راتلونکي چې زموږ د هیوادوالو لویې او اساسي غوښتنې دي، د خلکو کلک باور نشي کمزوری کولی او د تروریستانو پر وړاندې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه به په جدیت او قاطعیت ادامه ولري.
دغه راز د ولسمشر پر لوموړي مرستیال امرالله صالح ننی برید په هیواد دننه او بهر کې غبرګونونه را پارولی دي او په کلکو ټکو یې غندلی، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم دغه برید غندلی دا یې د هیواد د دښمنانو کار بللی او د نوموړي پوښتنې ته د هغه کاري دفتر ته ورغلي.
دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ هم په یو ټویټ پیغام کې ویلي، د ولسمشر پر لومړي مرستیال صالح برید د افغانستان د دښمانانو کار دی چې نه غواړي په دغه هیواد کې ارامي راشي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان برید وشو چې نوموړی تر روغ وتلی خو په دغه برید کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 218477

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218477/ولسمشرۍ-ماڼۍ-پر-امرالله-صالح-برید-وغانده

آوا
  https://www.avapress.com