دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 218501
شپږیزه: بند امیر ښامارانو خپل دوهمه لوبه هم وګټله
بند امیر ښامارانو د شپږیزې کرکټ لیګ اوم پړاو سیالیو په شپږمه لوبه کې نن د امو نهنګانو ته په ماتې ورکولو سره د روانو سیالیو په پرله پسې ډول دویمه بریا هم خپله کړه.
یادې لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې امو نهنګانو ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې په پیلېدو سره بند امیر ښامارانو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې امو نهنګان پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
بند امیر ښامارانو لوبډلې د امو نهنګانو د ټولو ۲۰ اورونو په لوبولو سره د پنځو ویکټو په غورځېدو له سیال لوري ۱۴۲ منډې ترلاسه کړې.
وروسته د بند امیر ښامارانو د توپ اچونې پاڼۍ پیل کړه چې د توپوهونکو له منځه یې عثمان غني ۵۷ ډېرې، حضرت الله ځاځي ۳۸، ناصر جمال ۲۰ ناسوځېدلې او اکرام علي خېل ۱۸ ناسوځېدلې منډې ترلاسه او خپله لوبډله یې د بریا تر کچې ورسوله.
د نوید احمدزي امو نهنګانو له منځه عبدالواسع درې ویکټې واخیستې، خو نور توپ اچوونکي یې ښه ونه ځلېدل چې له امله یې لوبه د بند امیر ښامارانو په ګټه پای ته ورسېده.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه عثمان غني، د سټایلېش لوبغاړي جایزه عبدالواسع او د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه دروېش رسولي ترلاسه کړه.
نن تر غرمې وروسته د شپږیزې کرکټ لیګ اوم پړاو سیالیو اوومه لوبه ماسپښین ۱:۳۰ بجه د اکټو سپین غر زمریانو او حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو ترمنځ پیل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccx4qis2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته