د کرېکټ نړيوالې شورا د تازه درجه بندۍ له مخې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي راشدخان او مجيبالرحمن د شل اووريزو لوبو د توپ اچونې په درجه بندۍ کې لومړی او دويم مقامونه ګټلي دي.
درجهبندي؛ راشد او مجيب د نړۍ پر بالرانو او نبي په الرونډرانو پاچاهي کوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 سنبله 1399 ساعت 15:51
د کرېکټ نړيوالې شورا د تازه درجه بندۍ له مخې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي راشدخان او مجيبالرحمن د شل اووريزو لوبو د توپ اچونې په درجه بندۍ کې لومړی او دويم مقامونه ګټلي دي.
د ملي لوبډلې بل افغان لوبغاړي محمد نبي بيا د الرونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام ګټلی دی.
د شل اووريزو لوبو د درجه بندۍ له مخې دغه راز د شل اووريزو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې د انګلستان ډيويډ ملان لومړی او د پاکستان بابر اعظم دويم مقام ګټلی دی.
له بل لوري د يو ورځنيو لوبو د الرونډرانو يا ټولچارو په درجه بندۍ هم محمدنبي لومړی مقام ګټلی دی او راشدخان په دويم مقام دی او مجيب الرحمن بيا د يو ورځنيو لوبو د بالرانو درجه بندۍ کې درېيم او راشدخان ۹ مقام ګټلی دی.
د يو ورځنيو لوبو د توپوهونکو درجه بندۍ کې د هند ويرات کوهلي لومړی او د همدې هېواد روهېت شرما دويم مقام له ځان سره لري.
د مطلب کود: 218506