دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۱
د مطلب کود : 218511
درجه‌بندي؛ راشد او مجيب د نړۍ پر بالرانو او نبي په الرونډرانو پاچاهي کوي
د ملي لوبډلې بل افغان لوبغاړي محمد نبي بيا د الرونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام ګټلی دی. د شل اووريزو لوبو د درجه بندۍ له مخې دغه راز د شل اووريزو لوبو د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې د انګلستان ډيويډ ملان لومړی او د پاکستان بابر اعظم دويم مقام ګټلی دی. له بل لوري د يو ورځنيو لوبو د الرونډرانو يا ټول‌چارو په درجه بندۍ هم محمدنبي لومړی مقام ګټلی دی او راشدخان په دويم مقام دی او مجيب الرحمن بيا د يو ورځنيو لوبو د بالرانو درجه بندۍ کې درېيم او راشدخان ۹ مقام ګټلی دی. د يو ورځنيو لوبو د توپوهونکو درجه بندۍ کې د هند ويرات کوهلي لومړی او د همدې هېواد روهېت شرما دويم مقام له ځان سره لري.
https://avapress.com/vdcdfj0xfyt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته