دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۶
د مطلب کود : 218528
خوستي مشران: افغان دولت او طالبان دې نور مخامخ خبرې نه ځنډوي
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ ریيس نيازمحمد اميري غونډې ته وويل، د جکړې په درېدو او د سولې او اوربند په راتلو کې د قومونو رول ډېر مهم او اړين دی. د هغه په وينا، په همدې هدف يې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د قومي مشرانو او سپين ږيرو غونډې پيل کړې، څو د سولې په برخه کې کوټلي ګامونه واخيستل شي: «د سولې کومې خبرې چې روانې دي په دې کې مو ځانګړې توجه غواړو، مخالفينو ته د دښمن خطاب نه کوو، له تېرو هر څه سره تېر شوي يو، راځئ چې د سولې لپاره هلې ځلې وکړو.»
د غونډې يو تن ګډونوال مولوي محمدعارف عرفان خپلو خبرو کې وويل، تېرې ۴۰ کلنې جګړې افغان ولس ته ډېر کړاو رسولی او نور وس نه لري چې د پرديو په لمسون د افغانانو ترمنځ پيل شوې جګړه وزغمي. نوموړي په جګړه کې له ښکېلو غاړو په ځانګړي دول له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه، څو ژر تر ژر بين الافغاني مذاکرت پيل او افغانان د سولې له نعمت څخه خوند واخلي: «جګړې څخه ستړي يو، افغان ملت خاوره سوله غواړي، ولس سوله غواړي، هر پرمختګ سوله کې دی. که موږ سوله ولرو، خپله اداره به کنټرول کړو. دواړه غاړې بايد نور اوربند وکړي.» د قاضي احمد ببرکزي په نوم يو تن قومي مشر غونډې ته وويل د جنګ دواړې غاړو که طالب دی که افغان حکومت د سولې د راتګ لپاره يې يو ښه فرصت ترلاسه کړی دی. نوموړی وايي، روانه جګړه د سيمې استخباراتي شبکو د خپلو ګټو لپاره پيل کړې او په وينا، يې که ښکېلې خواوې يې د کابو کولو هڅه ونه کړي، اندېښنه دا ده چې څلوېښت کاله به نور هم افغانان په جګړه کې تېروي: «زه هغه افغانانو ته هم وايم او دغو افغانانو ته وايم، چې مه د احمد منه او مه د محمود. ته افغان يې، زه افغان يم. راشه په دې ټغر راسره کېنه، څه غوښتنې چې د شريعت، قانون او د ولس مطابق لرې، زه يې قبلوم او څه غوښتنې چې زه په همدې معيار لرم، ته يې هم قبولې کړه.» د يادې غونډې بل ګډونوال او د قومونو پيوستون شورا مشر سيدکريم خاکسار بيا خپلو خبرو کې وويل، که وسله وال طالبان اوربند ونه کړي، نو د جنګ دوام به د سولې روانه پروسه چې ظاهراً يې پايلې مثبتې برېښي، له خطر سره مخ کړي: «لومړی اوربند کيږي بيا سوله. نو زما د طالبانو وروڼو څخه دا غوښتنه ده چې تاسې ددغه هېواد يی او ټول افغاني کلتورونه درته معلوم دي راشی چې اول اوربند وشي او ددغه ديني عالمانو او قومي مشرانو پر مټ خپلې غوښتنې شريکړې کړی.» د خوست قومي مشران او ديني عالمان داسې مهال له ښکېلو ډلو د اوربند او بين الافغاني مذاکراتو د پيل غوښتنه کوي، چې تازه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر د قطر د بهرنيو چارو له وزير او زلمي خليلزاد سره د بنديانو پروسې د ژر بشپړيدو په اړه خبرې کړې دي.
https://avapress.com/vdcb5wb5wrhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته