زلمی خلیلزاد وایی، اوس د سولې لپاره د افغانانو هیلې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ته دي چې څومره ژر کولای شي یوې هوکړې ته ورسېږي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیزاد د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان د تېرې ورځې برید په غبرګون کې ویلي، افغانان پوهېږي چې د سولې بریالی بهیر د اوږدې جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لاره ده، نو د افغانانو هیلې او د اوږدې جکړې پای ته رسول د دواړو مرکچي پلاوو په لاس کې دي.