دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 218547
حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو سپین غر زمریانو ته ماتې ورکړه
د پرونۍ لوبې پچه مس عینک اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. دې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۲۱ منډو هدف وټاکه، چې تر ټولو ډېرې منډې بهار شینواري ۶۵ ، هشمت الله شهیدي ۵۳ او شهزاد محمدي ۵۲ منډې تر لاسه کړې. د اکټو سپین غر زمریانو د توپ اچوونکو له منځه عبدالله عادل دوې، کریم صادق او قیس احمد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړې. په داسې حال کې چې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو ته عبدالله مزاري څلور، لوبډلمشر شاپور ځدراڼ درې، نور احمد دوه او محمد الله همکار یو لوبغاړي وسوځول. ټاکل شوې چې نن ډېوه ګروپ بست ساتونکي د اکټو سپین غر زمریانو پر وړاندې او ایوبي کابل بازان د نوید احمدزي امو نهنګان لوبډلې پر وړاندې لوبې ترسره کړي.
https://avapress.com/vdcc04qim2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته