دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 218549
حنیف اتمر او د فرانسې سفیر پر افغان سوله خبرې وکړې
له دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي، دواړو لورو په دې کتنه کې د سولې بهیر پر وروستیو پرمختګونو، د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو پر اړتیا وو، د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند او د تېرو ۱۹ کلنو لاسته راوړنو پر خوندیتوب بحثونه وکړل. د سرچینې په وینا، د فرانسې سفیر په دې لیدنه کې د افغان سولې په بهیر کې پر وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې افغان لوري ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ. دواړه مشران پر داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوي چې ټاکل شوې ډېر ژر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په هدف مخامخ خبرې پیل شي.
 طالبان وایي، د دوی د بندیانو خوشي کېدو بهیر لاهم نه دی بشپړ شوی او تر هغه چې دا پروسه مکمله نه شي، دوی مخامخ خبرې نه پیلوي. خو افغان حکومت وایي، د ورکړل شوي لېست اړوند یې ټول طالب بندیان ازاد کړي او هېڅ بندي له دوی سره نه دی پاتې. معلومه نه ده چې د حکومت او طالبانو تر منځ به مخامخ خبرې کله پیل شي.
https://avapress.com/vdceev8wojh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته