دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 218550
خلیلزاد: پر امرالله صالح پرونی برید د سولې د تخریب هڅه ده
نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، هر کله چې په افغانستان کې د سولې تاریخي فرصت رامنځته کېږي، ترهګر په ټول وس هڅه کوي چې هغه له منځه یوسي. هغه زیاته کړې، افغانان پوهېږي چې د افغانستان د اوږدې جګړې د پایته رسېدو یوازنۍ لاره بریالۍ سولې ته رسېدل دي. خلیلزاد پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته کړي او په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره جدي هڅې وکړي. د یادولو وړ ده چې تېره ورځ سهال مهال د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان د کابل ښار د تایمني په سیمه کې درنه چاودنه وشوه. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه ۱۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۳۹ نور ټپیان شول. وسله والو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس درلودل رد کړي او د چاودنې مسولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.
https://avapress.com/vdcgn79xzak9qn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته