د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړه.
د افغانستان د وضعیت په اړه د ولادیمیر پوتین اندېښنه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 سنبله 1399 ساعت 11:16
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړه.
هغه زیاته کړه: "تر اوسه لا وضعیت په افغانستان کې کړکېچن دی. په منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې شخړې نهدي غلې شوي. ترهګر سخت ګواښونه رامنځته کوي، د مخدره موادو قاچاق، تنظیم شوي جرمونه او سایبر حملې زیاتې شوې دي."
ولسمشر پوتین د وېډیو کنفرانس له لارې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته دا خبرې پرون وکړې.
روسیه وایي چې له افغانستانه دغه هېواد ته په پراخه پیمانه مخدره مواد قاچاقېږي.
د مطلب کود: 218554