دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 218558
د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د مخدره توکو سره د مباررې مدیریت د مخدره توکو دوه تنه قاچاق وړونکي نیولي دي. د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې دغه دوه تنه نن (وږي ۲۰) د هوایي ډګر د کشفي ارګانونو او SIUټیم له لوري هغه مهال ونیول شول چې هند ته یې د مخدره توکو د لیږد نیت درلود. د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې ددغه کسانو له ګیډې څخه د ۹۷ کپسولو په تعداد ۱.۱۵۴ کیلو ګرامو په وزن مخدره توکې ترلاسه شوي دي. د ګیډې له لارې د مخدره توکو لیږد هېوادونو ته د مخدره توکو د قاچاقو یوه لار ده چې یو شمېر قاچاق وړونکي یې نیول شوي دي.
https://avapress.com/vdcenv8wvjh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته