دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 218562
کورنیو چارو وزارت د ۱۸ جنایي مجرمینو د نیولو خبر ورکوي
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، د کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، بلخ او کندوز ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د څو بېلابېلو عملیاتو په پایله کې ۱۸ تنه جنایي مجرمین نیولي دي. د وزارت خبرپاڼه وایي، نیول شوو کسانو په وسله والو غلاوو، وژنو، د غیرقانوني وسلو په ګرځولو او قماربازۍ کې لاس درلود. که څه هم امنیتي چارواکي په دې وروستیو کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د جدي مبارزې ادعا کوي، خو هېوادوال بیا نیوکه کوي چې مجرمین تر نیولو وروسته له کومې سزا پرته خوشي کېږي او دا چاره د دې لامل شوې چې جنایي جرمونه ورځ تر بلې ډېر شي.
https://avapress.com/vdcjmoe88uqeviz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته