دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 218563
پوتين: د افغانستان وضعيت د اندېښنې وړ دی
د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین د افغانستان حالات د اندېښې وړ او له کړکېچه ډک بولي. پوتین د شانکهای همکاریو سازمان یوې ناستې ته په انلاین ډول خبرو کې ویلي دي چې منځنیځ ختیځ او افریقا کې لا هم نښتې روان دي او جرایم د زیاتوالي په حال کي دي. هغه همداراز ویلي دي چې د اورېشیا او د هغې ګاونډيو سیمو ته باید پام وشي. د روسیې ولسمشر څرګندوي چې افریقا او منځني ختیځ کې نا امنۍ لامل شوي چې د نشه يي توکو قاچاق او ترهګریز ګواښونه زیات شي. نوموړي ویلي دي چې انټرنټي جرایم هم د زیاتوالي په حال کې دي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده امریکا نومبر میاشت کې عراق او افغانستان کې خپل سرتېري کم کړي. د امریکا مرکزي قومندانۍ مشر، جنرال فرنک مک کنیزي له عراقه د خپلې لیدنې پرمهال اعلان کړی دی چې دغه هېواد کې به خپل سرتېري را کم کړي. امریکا اوس مهال عراق کې ۵زره ۲۰۰ سرتېري لري چې شمېر به یې ۳زرو ته راښکته کړي. "د بې پایه جګړې پایته رسول‎" او "کورته د سرتېرو ستنول" د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ دوې ټاکنیزې ژمنې دي. د ټرمپ اداره به دې باور ده چې اوسمهال د عراق پوځ له داعش سره د مبارزې توان لري. امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې زر سرتېري عراق ته له داعش سره د مبارزې په موخه ولېږدول. همداراز جنرال مک کنیزي څرګنده ک ړې چې افغانستان کې به هم خپل سرتېري ۴ زره او ۵۰۰ ته را کم کړي. اوسمهال افغانستان کې امریا ۸ زره او اته سوه سرتېري لري.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د شانګهای د همکاريو سازمان غونډې ته د وينا پر مهال ويلي چې د افغانستان وضعيت د اندېښنې وړ دی.
پوتین دغه راز وویل چې په منځني ختیځ او افریقا کې هم نښتې روانې دي چې د اندېښنې وړ دي. د پوتين په خبره، افغانستان له کرکېچه ډک حالت سره مخ دی.
د نوموړي په خبره، د شانګهای د همکاريو سازمان د اسيا او اروپا د امنيت او سولې او دغه راز د تلپاتې پراختيا په برخه کې مهم او د پام وړ رول لري.
پوتين داسې مهال د افغانستان پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په وار وار ځنډېدلې دي او تر دې مهاله هم د بنديانو د خوشي کېدلو پر بهير د دواړو لورو ناندرۍ روانې دي.
تازه طالبانو ويلي، د دوی ۱۰۰ بنديان لا هم نه دي خوشي شوي خو افغان حکومت وايي، د طالبانو له لوري د ورکړل شوي لېست مطابق يې ټول طالب بنديان ازاد کړي دي.
لا هم څرګنده نه ده چې څه وخت به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ بين‌الافغاني خبرې پيل شي، خو جګړه، بريدونه، چاودنې او تاوتريخوالی هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي.
https://avapress.com/vdcaianue49n6m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته