په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن وایي، له افغان نجونو سره په جنسي ځورونه تورن کرامالدین کریم سره دې قانوني چلند وشي او نوموړي ته دې سزا ورکړل شي.
په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرامالدین کریم چې د فېفا له لورې له نجونو سره په جنسي ځورونې تورن دی باید عدالت ورباندې پلی شي او د افغانستان زړورو نجونو ته انصاف ورکړل شي.
ویلسن وایي، دې نجونو خپل ژوند په خطر کې وا چاوو تر څو وکولای شي دغه بهیر له عدلي او قضایي ارګانونو تعقیب کړي.
ویلسن په داسې حال کې د فوټبال فدراسیون پر پخواني مشر د عدالت د تطبیق غوښتنه کړې چې څو ورځې وړاندې افغان امنیتي ځواکونو د نوموړي د نیولو لپاره پنجشېر ولایت کې عملیات ترسره کړل خو د نوموړي په نیولو ونه توانېدلو.
کرامالدین کریم د افغانستان د فوټبال فدارسیون پخوانی رئیس و چې د فېفا له لورې له فوټبالرانو نجونو سره په جنسي ځورونه تورن دی.