دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 218578
کندهار کې موټربم برید ۷ سرتېري ټپيان کړل
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې موټربم برید نن له غرمې وروسته(پنجشنبې د وږي په ۲۰مه نېټه) ۷ سرتېري ټپیان کړي دي. د یاد ولایت امنیه قومندان، تادین خان وايي، افغان ځواکونو پر بریدګر مخکې له دې چې موخې ته ورسیږي، ډزې کړې او چاودنه شوې ده. د مسوولینو په خبره پېښه د ارغنداب ولسوالۍ لاهوري سیمه کې په داسې حال کې شوې چې بریدګر غوښتل د ملي اردو یوه پوسته په نښه کړي. د برید مسوولیت چا نه دی منلی.
https://avapress.com/vdcgu79x7ak9qn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته