کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کام ایر هوايي شرکت د اماراتو د بندیزونو له لېست څخه ووت

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 سنبله 1399 ساعت 15:43

کام ایر هوايي شرکت د عربي متحده اماراتو د بندیزونو له لېست څخه لیرې شو.


د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفايي‌زاده په خپل فېس‌بوک لیکلي چېکام ایر شرکت تر دې وروسته کولای شي چې دوبۍ او د عربي متحده اماراتو نورو ښارونو ته پروازونه ولري.
نوموړي وویل چې د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره له دې پرېکړې هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې تر دې وروسته د لانورو همکاریو زمینه برابره شي.
کام اير شرکت له ۲۰۱۴م کال راهيسې د پروازونو د نه‌خوندیتوب له کبله د متحده اماراتو په تور لېست کې و.


د مطلب کود: 218579

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218579/کام-ایر-هوايي-شرکت-د-اماراتو-بندیزونو-له-لېست-څخه-ووت

آوا
  https://www.avapress.com