دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 218580
د افغانانو ترمنځ خبرو ژر پیل لپاره د هلمندي ښځو لاسلیکونه
په هلمند ولایت کې مېرمنو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ژر غوښتنې په موخه زر لاسلیکونه راټول کړي. دوی د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د ژر پیل غوښتنه کوي او وايي چې هلمند کې د جګړو له کبله زرګونه کونډې او بې سرپرسته ښځې د جګړو قربانیانې دي. ذکیه هم د هغو ښځو له ډلې ده چې تېر کال یې سرتېری مېړه له لاسه ورکړ او د دوو ماشومانو سرپرستي ورغاړې ده. دا وايي:«باید سوله وشي، ما خو خپل خاوند له لاسه ورکړ، د افغانستان ټول ځوانان له لاسه ورکړل، جګړه بدې اغېزې لري. زما ژوند خو خراب شو، نه غواړم چې د ماشومانو ژوند مې خراب شي.» دغه مېرمنې وايي نه غواړي نورې ښځې د خپلو زامنو، وروڼو او مېړنو جنازو ته کیني او یتیمان ورپاتي شي. د ښځو حقونو فعاله شهناز فایز څرګندوي:«د ښځو چارو وریاست او نورو شوراګانو، هڅه وکړه چې د نورو نالوستو ښځو لاسلیکونه مو واخیستل او د دوی ټولو نظر دا وو چې سوله راشي.» که څه هم هلمند په روانو جګړو کې یو له ځپل شویو ولایتونو دی، خو وايي چې تېرو کابو شلو کلونو کې یې ډېر پرمختګ هم کړی او لاسته راوړنې لري. دوی نه غواړي چې لاسته راړنې یې قرباني شي. همداراز د ښځو د حقونو بله فعاله، قمر نیازۍ زیاتوي:«دا ښځې نه غواړي چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې له لاسه ورکړي، دوی دا لاسته راوړنې په ډېرو قربانیو ترلاسه کړي دي، خو سوله غواړو.» د هلمند ولایت د ښځو چارو رییسه، وجیهه رسولي وايي:«اوربند غواړو، او دغه اوربند کې دایمي سوله غواړو، پر طالبانو هم غږ کوو چې تاسې هم افغان یاست، راشئ خپلو خلکو ته سوله وکړئ، چې نور حیران شي.» په داسې حال کې چې هېواد کې د سولې په موخه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل هڅې روانې دي، هلمندي مېرمنې هم د دغو خبرو ښو پایلو ته په تمه دي.
https://avapress.com/vdcjooe8yuqeviz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته