کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره اوونۍ کې ۴۹ ملکیان د طالبانو بریدونو کې وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 سنبله 1399 ساعت 15:42

د کورنیو چارو وزارت تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو بریدونو پایله کې د ۴۹ تنه ملکي کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي.


دغه وزارت نن(پنجشنبې د وږي په ۲۰مه نېټه) وايي چې د هېواد ۲۲ ولایتونو کې طالبانو بریدونه کړي او پایله کې یې ۴۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت ویاند، طارق ارین پر ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه مرګ ژوبله ملکي کسانو ته د طالبانو ۳۶۸ ترهګریزو بریدونو پایله کې اوښتې ده.
هغه لیکلي دي:«طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې په ۳۶۸ تروریستي بریدونو کې ۴۹ ولسي وکړي شهیدان او ۴۹ تنه نور یې ټپیان کړي دي.»
د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له م خې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ملکي کسانو ته په کندهار او زابل ولایتونو کې اوښتې ده.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر ورځ د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان د چاودنې ډېری قربانیان ولسي وګړي وو.
د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په دغې پېښه کې لس تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي؛ خو نارسمي شمېرې بیا د قربانیانو شمېر له دې زیات ښيي.
برید د کابل په تایمني سیمه کې وشوه. د پېښې د شاهدانو په وینا، لا هم د ځینو وژل شویو کسانو جسدونه تري تم دي او داسې پتېیل کېږي چې، د چاودنې د شدت له امله ښايي له منځه تللي وي.
د پېښې شاهدان وايي، د دغې پېښې نږدې ټول قربانیان ولسي وګړي دي چې د پېښې ځای په شاوخوا کې د یوې نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو په لټه کې وو او یا هم هغه کسان دي چې له دې سیمې د تېرېدو په حال کې وو.
تراوسه د دغې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي چې لومړنۍ څېړنې ښيي هغه چاودېدونکي توکي چې په دغه چاودنه کې استفاده شوي دي د هغو چاودنو موادو ته ورته والی لري چې له دې مخکې حقاني ډلې یې مسوولیت ملنی دی.


د مطلب کود: 218582

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218582/تېره-اوونۍ-کې-۴۹-ملکیان-د-طالبانو-بریدونو-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com