دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 218592
د ځان‌وژنې د مخنيوي نړیواله ورځ؛ هرات کې د روان کال له پیله تر اوسه ۸۰۰کسانو د ځان‌وژنې هڅه کړې
نن د سپټمبر ۱۰مه ده چې د ځان‌وژنې د مخنيوي نړیوالې ورځې سره برابره ده. په افغانستان کې هم هر کال زرګونه کسان د ځان‌وژنې هڅه کوي د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د ځان‌وژنې شمېر د اروپايي هېوادونو په پرتله کمې بولي او وايي چې د هغې سروې پر بنسټ چې دوه کاله وړاندې افغانستان کې کور په کور تر سره شوه؛ ښيي چې ۷.۲۷ سلنه خلک د ځان‌وژنې مفکوره لري، ۳.۹ سلنه د ځان‌وژنې پرېکړه لري او ۳.۴ سلنه بیا په ځان‌وژنې لاس پورې کوي. د عامې ورغتیا وزارت د رواني روغتیا څانګې مسوول بصیر احمد سروري سلام‌وطندار ته وویل چې سږ کال په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله د ځان وژنې شمېرې راټولې نه شوې؛ خو تېر کال ۷۰۶۵کسانو د ځان‌وژنې هڅه کړې وه چې له ډلې یې ۵۵۸کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د سروري په خبره، دا سروې ښيي چې ډېری ځان‌وژنې د هېواد په سوېلي، سوېل‌لوېدیځو او لوېدیځو ولایتونو کې کېږي. په ورته وخت کې د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي سلام‌وطندار ته وویل چې د روان کال له پیله تر اوسه ۷۶۲کسانو د ځان‌وژنې هڅه کړې چې له دې ډلې د ۳ سړيو په ګډون ۱۲کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د جلالي په خبره، له ټولو ۷۶۲ کسانو ۱۷۰ يې نارینه او پاتې یې مېرمنې دي. نوموړی همداراز وايي، هره ورځ ۵ نه تر ۶ کسانو پورې هرات حوزوي روغتون کې د ځان‌وژنې هڅه کوونکي ثبتېږي. مستعار نومې زرمینه چې د هرات ولایت اوسېدونکې ده ۲۸ کاله عمر لري. د زرمینې د ځان‌وژنې هڅه ناکامه شوې ده. زرمینه وايي چې د زور واده له کبله یې په ځان‌وژنه لاس پورې کړی دی. زرمينه چې ۸ کلن ماشوم هم لري، د تریماډول ټابلیت په خوړلو یې هڅه کړې وه چې ځان ووژني. نوموړې زياته کړه، تردې وړاندې یې هم درې ځلې هڅه کړې وه چې ځان ووژني؛ خو هڅه یې ناکامه شوې ده. د هرات روغتیايي چارواکي وايي، ډېری مېرمنې د ډېرو ټابلیټونو، د ټریمادول ګولیو، د موږک د مرګ درملو په خوړلو او ځان ته په اور اچونې سره غواړي ځان وژنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال شاوخوا ۱۸۰۰کسانو په هرات کې د ځان‌ژونې هڅه کړې چې له ډلې یې ۳۰کسان چې ۱۰ یې نارینه دي؛ مړه شوي دي.
https://avapress.com/vdcco4qii2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته