دخپریدو نیټه :جمعه ۲۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 218596
قطر د بین الافغاني خبرو لپاره کوبه توب کوي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې سبا د شنبې ورځ به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرو پیل لپاره کوربه توب وکړي.
 د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان ټولو خواوو ترمنځ د سولې خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د سولې له هوکړې سره سمې ترسره کېږي، چې دا یو ښه پرمختګ او جدي ګام دی. په ورته مهال د افغانستان د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون ځوځون کلید وویل چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی به د بین الافغاني خبرو د پیل مراسمو کې د ګډون په هدف نن سفر وکړي. بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه د سولې بین الافغاني مذاکرات چې سبا ورځ پیلیږي هر کلی کړی دی. نوموړي ویلي افغانانو ته تاریخي فرصت لاس ته ورغلی تر څو څلوېښت کلنه جګړه ختمه او ټول لوري یو ګډ سیاسي حل ته سره ورسیږي.
https://avapress.com/vdcgy79x3ak9qn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته