دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 218617
هرات کې نامعلومو وسله‌والو پر یو جومات برید کړی
هرات ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، نامعلومو وسله‌والو په دغه ولایت کې پر یو جومات برید کړی چې درې کسان یې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوو نامعلومو وسله‌والو چې په موټرسایکل سپاره وو د جومات په لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.
نوموړی وايي، وسله‌والو هغه مهال د دغه جومات پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې چې د ماخستن له لمانځه وروسته له جومات د وتلو په حال کې وو.
نوموړي زیاته کړه، په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6anu049n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته