له اوو میاشتو اوږده ځنډه وروسته بلاخیره افغان حکومت او طالبان دې ته اماده شوو چې له یو بل سره د خبرو مېز ته کښېني.
ټاکل شوې نن شنبه د سپټمبر ۱۲ مه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبري پیل شي.
په دې مراسمو کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي ترڅنګ د ملي پخلاینې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله، د سولې په چارو د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري هم ګډون کوي.
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د دې مراسمو په پرانیسته کې د ګډون په موخه قطر ته رسېدلي دي.
د راپورونو له مخې، نن ورځ به یوازې د بین الافغاني خبرو پرانیسته کېږي او د یادو خبرو پر اجنډا به خبرې کېږي.
دغه راز ویل کېږي د ملي پخلاینې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، د طالبانو تحریک مشر ملا عبدالغني برادر، د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا استازی زلمی خلیلزاد، د دواړو لوریو د مرکچي پلاوي رئیسان به د پیلیزې غونډې ویناوال وي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له اوږده ځنډه وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د حکومت مرکچي پلاوی تېره ورځ قطر ته روان شو او په لنډو شېبو کې به دغه خبرې پیل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)