په کابل کې د اسعارو د بدلونو مارکېټ (شهزاده سرای) مسؤولین وايي، په قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو اترو په پیلېدو سره به د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو نرخ لوړ شي.
قطر کې د سولې مذاکراتو پیل؛ کابل کې د افغانیو نرخ لوړ شوی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 سنبله 1399 ساعت 12:33
په کابل کې د اسعارو د بدلونو مارکېټ (شهزاده سرای) مسؤولین وايي، په قطر کې د سولې د بین الافغاني خبرو اترو په پیلېدو سره به د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو نرخ لوړ شي.
د دغه مارکیټ مرستیال حاجي دادګل نن ازادي راډيو ته وویل چې اوس یې یو څه اغېز احساسېږي.
هغه زیاته کړه: "کله چې د پنجشنبې په ورځ مارکېټونه تړل کېدل وروستي نرخونه ۷۷ افغانۍ وه چې کله د سولې خبرې نن سهار پیل شوې اوس د ډالرو نرخ ۷۶ او ۵۰ ته رسېدلی."
دوی د سولې خبرې په افغانستان کې د هر ډول سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا او پرمختګ لپاره مهم ګڼي.
د سولې بین الافغاني خبرې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوي دي.
د مطلب کود: 218643