کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې فعال بنسټونه: افغانان باید په رښتینې ډول د سولې مذاکرات پرمخ یوسي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 سنبله 1399 ساعت 14:33

د سولې په برخه کې یو شمېر فعال افغان بنسټونه وايي، افغانان باید د سولې له شته فرصته په ګټنې په رښتینې ډول دا مذاکرات پرمخ یوسي.


په قطر کې د بین الافغاني خبرو د مقدماتي غونډې له پیل سره سم، د سولې برخه کې یو شمېر فعال افغان بنسټونه وايي، افغانان باید د تلپاتي سولې د ټینګښت لپاره، دا خبرې په رښتینې ډول پر مخ یوسي.
د افغانستان سولې انسټېټوټ وايي، وروسته له لسیزو جګړو د بین الافغاني خبرو پیل د افغانانو لپاره ګټور فرصت دی چې له لاسه ورکول به یې کلونه جبران ولري.
د دې انسټېټوټ مشر یاسر احمدزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که څه هم د بین الافغاني خبرو د بریالیتوب لپاره لا هم تضمین نشته خو په دې برخه کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو اجماع او د افغانانو د خپلمنځي اختلافونو له منځ وړل دا بهېر بریالۍ کولی شي.
احمدزي زیاته کړه: "دا په ټوله کې یو طلایي چانس دی، هم د طالبانو او افغان حکومت لپاره چې باید یې له لاسه ور نه کړل شي، ځکه که دغه چانس له لاسه ولاړ بیا به امریکا او نړیواله ټولنه په دومره لیوالتیا دا پروسه بیا پيل نه کړې."

یاسر احمدزی
یاسر احمدزی
د طالبانو او امریکا تر منځ له یو نیم کاله زیات وخت خبرو ورسته اووه میاشتې مخکې د فبرورۍ په ۲۹ په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې هوکړه لاسلیک شوه.
د دې هوکړې یوه مهم برخه د افغان حکومت له خوا د طالبانو د ۵۰۰ بندیانو او د طالبانو له خوا د حکومت د ۱۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو او تبادلې موضوع چې د هوکړې پر بنسټ تر هغې ورسته به دواړه خواووې بین الافغاني خبرو ته کېناستل.
اوس دا بهیر بشپړ شوی ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ دا خبرې پیل شي چې نن ( شنبه ) یې مقدماتي غونډه وه.
د افغانستان سولې او شخړې انسټېټوټ وایي،په دوحه کې مذاکراتي پلاوي باید ژر تر ژره د سولې توافق ته ورسېږي.
د دې انسټېټوټ مرستیال حکمت الله اعظمي وايي، که افغانان خپلې ستونزې او د غوښتنو لړۍ نرمه کړي کولی شي د بهرنیو تروریستي ډلو په وړاندې هم یو لاسي شي.
 
حکمت الله اعظمي
اعظمي وویل: "افغانان کولی شي د بهرنیو جنګیالیو یا تروریستي ډلو په وړاندې هم ګډ کار وکړې او د هغو لخوا افغانستان او افغانانو ته موجود ګواښ له منځه یې یوسي، خو که دلته بهرنۍ تروریستي ډلې وي نو که طالبانو سوله هم وکړې جنګیالي به یې له دې ډلو سره یو ځای شي."
د افغان سولې فعالینو یوه غوښتنه دا هم ده چې افغان سوله کې دې ټولو هغو لورو ته پام وشي چې جګړې کې یې قربانۍ ورکړې دي.
په ورته وخت کې د سولې ولسي حرکت چې نږدې دوه کاله کېږي د افغان سولې لپاره فعالیت کوي وايي، د افغانانو خپلمنځي خبرو په لړ کې باید تر هر څه دمخه اوربند اوشي.
د دې حرکت مشر اقبال خیبر ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا چې اوس د مذاکراتو د مېز تر شا افغانان ناست دي، باید افغان وژنه بنده شي.
خیبر زیاتوي: "لومړی باید اوربند وشي، له هغې وروسته دې په ټولو اختلافي ټکو په سړه سینه کار وکړې، مشکل نشته خو په سیمه کې باید د افغانانو د وینو بهېدل ودروي بیا دې په اختلافي مواردو بحث وکړې او هوکړې ته دې ورسېږي."
د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوی د جمعې په ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېد.
د افغانستان ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي سلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشر منصور نادري هم د دغه پلاوي ملګرتیا کوي.


د مطلب کود: 218653

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218653/د-سولې-فعال-بنسټونه-افغانان-باید-په-رښتینې-ډول-مذاکرات-پرمخ-یوسي

آوا
  https://www.avapress.com