دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 218663
د سولې خبرې پیل شوې؛ د دغه فرصت پر استفادې د عبدالله ټینګار
هېواد کې د سولې په راوستو په موخه له ډېرو هڅو وروسته نن(شنبې د وږي په ۲۲مه نېټه) د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د قطر پلازمېنې دوحې کې پیل شوه. د دغو خبرو پیل شراتون هوټل کې وو او په ګډون په موخه د مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله ترڅنګ ۲۱ کس ییز مرکچي پلاوی تېره ورځ دوحې ته ولاړ.


دغه ناسته کې د مصالحي عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله وویل په ډاډ سره ویلی شم، چې زموږ د ګران هېواد تاریخ به له نن ورځې څخه د جګړې د پای او د خلکو د درد او ویر له پای ته رسېدو هرکلی وکړي.

ده زیاته کړه:«موږ د اسلام مقدس دین د احکامو پر بنسټ او  د خپل سرلوړي ملت د ازادې ارادې او برحقه غوښتنو سره سم د باعزته او تل پاتې سولې د ټینګښت په مرام دې هېواد ته راغلي یو. موږ په هېواد کې د څلویښت کلنې وینې بهېدلو د درېدو او سرتاسري سولې د ټینګښت په موخه، د طالبانو له تحریک سره د صادقانه مذاکراتو په هدف له پاک نیت سره  راغلي یو.»

د مصالحې عالي شورا رییس زیاته کړه چې زموږ د خلکو مشروع غوښتنه او د سولې هدف دا دی چې، له سياسي لارې هر ډول جګړه او تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

هغه وړاندې وویل:«زمونږ خلک پر اساسی قانون ولاړ نظام او د ثبات ټینګښت غواړي، ځکه د نظام د نشتوالي له امله يې سخت مصیبت تجربه کړي دي.»

عبدالله عبدالله وايي چې هېواد کې روانه جګړه ګټونکی نلري:«روانه جګړه د جنګ له لاري ګټونکی نه لري، اما د ملت له ارادې سره سمه سیاسي حل لاره هیڅ بایلونکی نلري!»

دی همداراز څرګندوي:«موږ دواړه یعنې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو تحریک د خدای تعالی پر وړاندې مسوولیت لرو څو خپل ګران هېواد له دې حتمي تباهۍ او نسل وژنې څخه و ژغورو.»

ښاغلی عبدالله وايي چې د سولې راوستو لپاره باید دا تاریخي فرصت له لاسه ورنکړو:«اوس چې د ملی اجماع تر څنګ، سیمه او نړۍ د سولې له تامین څخه حمایت کوي، موږ نه باید دا تاریخي فرصت له لاسه ورکړو. مونږ باید په څښتن تعالی توکل وکړو او له دغه تاریخي فرصت څخه د یوې باعزته او تل پاتې سولې لپاره ګټه پورته کړو.»

دی زیاتوي:«موږ پدې هم پوهیږو چې با عزته او تل پاتې سوله هغه وخت راتلای شي چې زمونږ د لوی ملت اراده په کې تمثيل شي او د يو بل نظرونو ته په کې احترام وشي. مونږ دواړه لوري باید په ټول صداقت د خپل ملت ازادې ارادې ته درناوی وکړو او ورته غاړه کیږدو.»

د مصالحې عالې شورا رییس همداراز وویل چې زمونږ ملت د تاریخ په اوږدو کې دا ثابته کړې ده، چې ازاده اراده لري او په کاملې پوهې، ټینګ ایمان او عزم پریکړې کوي.

ده زیاته کړه چې د سولې عزت او پایښت د ملت له ارادې څخه راځي او موږ باید ثابته کړو چې دغه اصل ته ژمن یو.
 
https://avapress.com/vdcb0wb5frhb80p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته