دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 218664
پمپیو: د افغانستان راتلونکی نظام افغانان ټاکي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو په پرانیستې غونډه کې وویل چې دواړه خواوې فرصت لري ترڅو د افغانانو ګټو ته په پاملرنې اختلافات ختم او سوله راولي.
د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د پیل غونډه له اوږدې مودې او لانجو وروسته نن د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۲ (وږي ۲۲) د قطر په پلازمینې دوحه کې جوړه شوه.
ښاغلي پمپیو چې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر څخه وروسته وینا وکړه وویل د امریکا متحده ایالات د یو خپلواک، متحد او ډیموکراتیک افغانستان غوښتونکی دی.
هغه وویل: "د سیاسي نظام څرنګوالی ستاسې ټاکنه ده... موږ باور لرو چې د افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره تر ټولو ښه لاره د تاوتریخوالي پای ته رسول دي، خو موږ یوازې د دغو مواردو د خوندیتوب غوښتنه کولی شو، د تاریخ راتلونکی څپرکی به تاسې ولیکئ، هیله لرم چې دا د پخلاینې او پرمختګ څپرکی وي نه د غمونو او وینې توییدنې...".
ښاغلي پمپیو هیله څرګنده کړه چې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي په دغو مذاکراتو کې د افغانستان د وروستیو دوو لسیزو ټولنیز، سیاسي او اقتصادي پرمختګونه خوندي او ورته پراختیا ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې په دغو مذاکراتو کې د دواړو خواو چلند او ټاکنې د امریکا د راتلونکو مرستو پر کچې اغیز کوي.
هغه د افغان دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاو ته په خطاب وویل: "د خبرو په اوږدو کې به زیاتو خنډونو سره مخامخ شئ... خو له دې فرصت څخه باید استفاده وکړئ، دا بهیر خوندي وساتئ، یو بل ته درناوی وکړئ، زغم ولرئ او د دې ماموریت پر پای ته رسولو تمرکز وکړئ".
د افغان سولې په پرانیست غونډه کې د قطر، چین، بریتانیا، جرمني هند، پاکستان، ناروې، اسپانیا، فنلنډ، ترکیې، جاپان، اندونیزیا، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او د ملګرو ملتونو، ناټو او د اسلامي همکاریو استازو هم ویناوې وکړې.
دغو ویناوالو د خپلو هېوادونو او سازمانونو په استازیتوب د افغان سولې د بهیر له پیلېدو څخه ملاتړ وکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcce4qi02bqse8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته