دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 218668
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو سازمان په بین الافغاني مذاکراتو کې د بشري اساسي حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.

د بین الافغاني خبرو د پېل په درشل کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون او د بشري حقونو ځینې بنسټونه یو ځل بیا د سولې په مذاکراتو کې د بشري حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیح الله فرهنګ د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د بین الافغاني خبرو د پيل د هرکلي ترڅنګ وویل: "د قربانیانو او عامو خلکو غوښتنې باید د مذاکراتو د اساسي رکن په توګه وپېژندل شي، د قربانیانو غږ باید واورېدل شي، دغه شان په مذاکراتو کې باید د خلکو اساسي او بشري حقونونه په رسمیت وپېژندل شي او باید درناوی ورته وشي او خوندي شي."
نن شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د پېلېدو مقدماتي غونډه وشوه او ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ورځ دغه خبرې په رسمي ډول پيل شي.
د افغانستان د بشري حقونو سازمان رئیس لعل ګل لعل هم ورته نظر لري او د دواړو غاړو له مذاکراتي پلاوو غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړه: "د جګړې په ښکېلو غاړو او مرکچي پلاوو باندې غږ کوو، چې د داسې سولې لپاره دې کار وکړي، چې عدالت په کې پلی وي، بشري حقونو ته په کې درناوی وشي، په تېرو شلو کلونو کې چې د بشري حقونو په برخه کې کومې لاس ته راوړنې وي، باید هغو ته په کې درناوی وشي."
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلو خو بریالي نه شوو خو د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د رسنیو د دفتر مشر رضوان مراد په مذاکراتو کې د افغانستان د حکومت له اړخه د بشري حقونو د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکوي.

مراد وویل: "په مذاکراتو کې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او فعالانو حقونو موضوع نه یوازې د افغان حکومت بلکې سیمه ییزو متحدینو ته هم سرې کرښې دي، د افغان حکومت لپاره اساسي معیارونه دي، چې د مذاکراتو په میز کې پرې بحث کېږي، خو معامله پرې نه کېږي."
مخکې تر دې د بشري حقونو په برخه کې د دولت وزیرې سیما ثمر هم ازادي راډیو سره په خبرو ویلي چې، د یوې پایښتي سولې لپاره د بشر حقوند خوندیتوب او ورته درناوی د سولې په خبرو کې حتمي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcg379x7ak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته