دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 218674
په کندهار ولایت کې ۶وسله وال طالبان وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وایي نن سهار مهال وسله والو طالبانو د دغه ولایت میوند ولسوالۍ اړوند پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ. ددغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې شپږ تنه طالب وسله وال ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول. سرچېنه زیاتوي چې افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو څخه یو شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
https://avapress.com/vdcd5j0xoyt0f96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته