کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو لوګر کې له ۱۳ ولسي پاڅونوالو سرونه غوڅ کړي

22 سنبله 1399 ساعت 17:14

لوګر کې یوې باوري سرچینې وویل، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د مرکز پل‌علم اړوند «پل متاڼي» سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکيو پر پوسته د نفوذي کس په مرسته برید کړی او دغه امنیتي پوسته یې نیولي ده.

سرچینه زیاتوي، طالبانو له ۱۳ افغان سرتېرو سرونه پرې کړي او ۵ نور یې ځان سره ژوندي بیولي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ مسوولانو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

وسله‌والو طالبانو هم تراوسه پورې د دغه برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.



د مطلب کود: 218676

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218676/طالبانو-لوګر-کې-له-۱۳-ولسي-پاڅونوالو-سرونه-غوڅ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com