دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 218676
طالبانو لوګر کې له ۱۳ ولسي پاڅونوالو سرونه غوڅ کړي
لوګر کې یوې باوري سرچینې وویل، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د مرکز پل‌علم اړوند «پل متاڼي» سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکيو پر پوسته د نفوذي کس په مرسته برید کړی او دغه امنیتي پوسته یې نیولي ده. سرچینه زیاتوي، طالبانو له ۱۳ افغان سرتېرو سرونه پرې کړي او ۵ نور یې ځان سره ژوندي بیولي دي. د لوګر د امنیې قوماندانۍ مسوولانو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده. وسله‌والو طالبانو هم تراوسه پورې د دغه برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.
https://avapress.com/vdcfecd0vw6dyva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته