دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 218677
عبدالله د امريکا او قطر له بهرنيو چارو وزيرانو سره ليدلي
د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لومړۍ پرانيستونکې غونډې ترڅنګ د امريکا د بهرنیو چارو له وزير مايک پامپيو او د قطر د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره ليدلي دي. عبدالله په دې ليدنه کې ډاډ ورکړی چې افغانستان ته سوله لومړيټوب کې ځای لري. اعلاميه کې د عبدالله عبدالله له قوله ليکل شوي: « موږ راغلي يو چې افغانستان کې جګړه پای ته ورسوو او افغانستان کې تلپاتې او عادلانه سولې ته لار هواره کړو.» د امريکا د بهرنيو چارو وزير په دې لیدنه کې ويلي چې هېواد يې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او د سولې په راوستو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي. عبدالله د يادې ناستې ترڅنګ د قطر د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره هم ليدلي دي. عبدالله په دې ليدنه کې د سولې په برخه کې د قطر له لوري کوربه‌توبه مننه کړې. د قطر د بهرنيو چارو وزير هم ويلي چې هېواد يې افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره پوره هڅه او ملاتړ کوي.
https://avapress.com/vdcgu79xuak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته