دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 218709
دوحه کې بین الافغاني خبرې، نن به څه کېږي؟
د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو په ګډه یوه لس کسیزه کمېټه ټاکلې ترڅو د غونډې د اجنډا په اړه بحث وکړي. له اوو میاشتو اوږده ځنډ وروسته تېره ورځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین افغاني خبرو د پیل لومړۍ ورځ وه، چې د دواړو لورو مرکچي پلاوو ترڅنګ د افغان حکومت په استازولۍ د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او ورسره مل پلاوي ګډون کړی وو. دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ۱۳ نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډون ترڅنګ په غونډه کې ویناوې هم وکړې. نن د بین الافغاني مذاکراتو دویمه ورځ ده، د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو په ګډه یوه لس کسیزه کمېټه ټاکلې. دغه کمېټه به نن په خپلو کې سره کېني، دوی به د خبرو پر څرنګوالي، د خبرو پر اجنډا او دا چې پر کومو موضوعاتو کله او څنګه خبرې وشي بحث کوي. دغه راز د افغان حکومت له مرکچي پلاوي پرته به د خبریالانو په ګډون د افغان حکومت په استازولۍ تللی هئیت نن کابل ته راشي. د یادونې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ راتلونکې بین الافغاني خبرې به د پردو تر شا ترسره کېږي او په دغه خبرو کې به د دواړو لورو له پلاوو پرته چاته اجازه نه وي.
https://avapress.com/vdccx4qio2bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته