پامپیو پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې طالبان باید له لاسته راغلي فرصته ګټه پورته کړي، یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي، تلپاتې اوربند وکړي او د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه نوره پای ته ورسوي. هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي. په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک هم د ملا برادر او پامپیو لیدنه تایید کړې ده. ده پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي مشر عبدالحکیم حقاني او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم شتون درلود. دا په داسې حال کې ده چې پامپیو تر هغه وروسته د افغانستان د ملي مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د سولې لپاره د افغان مرکچي پلاوي له غړو سره هم لیدلي دي