دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 218718
ناروې او جرمني د بین لافغاني مذاکراتو کوربه‌توب ته تیاری ښودلی
ناروې او جرمني د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د کوربه‌توب لپاره تیاری ښودلی.
له ملي پخلاینې عالي شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله تېره ورځ د افغانستان لپاره د ناروې او جرمني له ځانګړو استازو سره په قطر کې  لیدلي دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي پیرالبرټ سره په لیدنه کې له نوموړي مننه وکړه چې په بین الافغاني مذاکراتو کې یې ګډون کړی و.
دغه راز خبرپاڼه لیکي، عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارک پوتزل سره هم لیدلي دي او له نوموړي یې په افغانستان کې د جرمني له همکاریو مننه کړې ده.
د خبرپاڼې په حواله، د دواړو هیوادونو استازو د بین الافغاني مذاکراتو پیل یو لوی تاریخي بدلون وباله او د افغان سولې خبرو اترو د کوربه‌توب او له دې پروسې یې د خپلو هیوادونو د ملاتړ اعلان وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لومړۍ ورځ وه چې د ګڼو بهرنیو اشخاصو په حضور کې پیل شوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccs4qi42bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته