د غور د عامې روغتیا مسؤلان وايي چې د دغه ولایت د پوهنتون ۲۳ محصلان په کرونا اخته شوي دي.
'غور کې د پوهنتون ۲۳ محصلان په کرونا اخته شوي'
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 سنبله 1399 ساعت 11:34
د غور د عامې روغتیا مسؤلان وايي چې د دغه ولایت د پوهنتون ۲۳ محصلان په کرونا اخته شوي دي.
د غور ولایت د عامې روغتیا رئيس جمعهګل یعقوبي وايي، د ۶۳ محصلانو چې د کرونا شک پرې کېده، معاینې وښوده چې د ۲۳ تنو کرونا مثبته ده.
د غور د عامې روغتیا رئیس په پوهنتون کې د روغتیايي سپارښتنو پر نهرعایت کېدو انتقاد وکړ.
د غور د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو پر اساس، تر اوسه پورې په دې ولایت کې د کرونا ۵۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوي چې د هغو په منځ کې ۱۱ تنه مړه شوي دي.
د مطلب کود: 218722