کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ستانکزی: په یو وخت کې د سولې خبرې او جګړه منطقي لاره نه ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 سنبله 1399 ساعت 14:24

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي، دا غیري منطقي لاره ده چې هم د سولې مذاکرات شروع وي او هم په هیواد کې جکړه روانه وي.


د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي نن په قطر کې مطبوعاتي کانفرانس کې خبریالانو ته وویل،  له طالبانو سره يې خبرې پيل کړې دي تراوسه لا په اجنډا کار روان دی د اجنډا تر جوړېدو وروسته به مخامخ خبرې پیل شي.
نوموړي وویل، هیله لري چې په پيل کې په دایمي اوربند هوکړه وشي ترڅو د سولې مذاکرات په ښه ډول سر ته ورسېږي.
نوموړی وایي، که یو لوري ته د سولې خبرې شروع وي او بل لوري ته جګړه وي دا هیڅ د منلو وړ نه دی او یو غیري مطقي لاره ده.
په دغه مطبوعاتي کانفرانس کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله هم ګډون درلود.
نوموړي هم د خبریالانو پوښتنو په ځواب کې وویل، هیله مندي شته چې دغه مذاکرات به مثبته پایله ورکړي او په خبره یې نړیوال هیوادونه هم د یادو مذاکراتو د کامیابېدو هیله لري او ټینګار کوي چې لومړي دي پر یو دایمي اوربند هوکړه وشي له هغه وروسته دې پر نورو مسایلو بحث وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ بین الافغاني خبري به د دواړو لورو له خوا د اجنډا تر ټاکلو وروسته پیل شي.


د مطلب کود: 218737

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218737/ستانکزی-په-یو-وخت-کې-د-سولې-خبرې-او-جګړه-منطقي-لاره-نه-ده

آوا
  https://www.avapress.com