دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 218741
افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې ۳۸۷۱۶ ته ورسېدې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۷۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي شوي دي.
روغتیا وزارت نن یکشنبه سپټمبر ۱۳ (وږې ۲۳) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۳۲مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۵ یې مثبت ثابت شوي دي.
له یادو پېښو څخه ۴ په کابل،۲۰ هرات،۱۲ کندهار،۷بلخ،۲۵ دایکندي او ۷ په غور ولایت کې ثبت شوي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۷۱۶ ته ورسېد.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی او د مخکنیو معلوماتو په اساس په دغه هیواد کې کرونا۱۴۲۰ تنه مړه کړي دي.
همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۴ تنه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۱۶۳۸ ته پورته شوو.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.
د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۸ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې۹۲۰زره نور ورڅخه مړه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5varzt1azy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته