دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 218756
د هغه ښکلې نجلۍ چی  غوښتل واده وکړي
یوې ډېرې ښکلې نجلۍ غوښتل چې واده وکړي، خو هغې داسې ځوان غوښته چې ډېر تقوا داره او پرهېزګار وي، په همدې توګه یې د خپل واده له پاره درې شرطونه کېښودل، لومړی دا چې خاوند یې باید ټول قرآن کریم تلاوت او تل یې ختم وکړي. دویم دا چې خاوند یې باید ټول کال روژه وي . درېیم دا چې خاوند یې باید ټوله شپه عبادت وکړي او تل د شپې له خوا ویښ پاتې شي، هر ځوان چې وکولای شول دا شرطونه پوره کړي او یا هم له یادو شرطونو سره سم عمل وکړي، نو له هغه سره به واده وکړي .

 
نجلۍ ډېره ښکلې وه او ډېر خلک ورته په مرکه راتلل، مګر هغوی پوهېدل، چې نه شي کولای دا شرطونه پرځای کړي، مګر یو ځوان حاضر شو، ترڅو دا شرطونه ومني او ترسره یې کړي .
 
بالاخره نجلۍ هم ومنله، ترڅو له هغه سره واده وکړي، د نکاح مراسم یې ترسره شول، د واده لومړۍ شپه تېره شوه او نجلۍ متوجه شوه، چې خاوند یې نه د قرآن عظیم الشان تلاوت وکړ او نه هم د عبادت له پاره ټوله شپه ویښ پاتې شو؛ نجلۍ پرېښوده، ترڅو یو څو میاشتې نورې هم تېرې شي او وګوري، چې په خاوند کې یې بدلون را منځته کېږي او که نه؟ مګر په خپل خاوند کې یې هېڅ بدلون ونه لیده او حتا پرله پسې روژه یې هم ونه لیده؛ بالاخره نجلۍ د طلاق غوښتنه وکړه او دواړه محکمې ته لاړل، قاضي پوښتنه وکړه : د واده شرایط څه وو ؟ ځوان ځواب ورکړ : د تل له پاره د قرآن کریم تلاوت او ختم، د کال ټولې ورځې روژه نیول، ټوله شپه عبادت کول . قاضي وپوښتل : آیا ټول شرایط دې پرځای کړي دي ؟
 
ځوان ځواب ورکړ : هو ښاغلیه !
 
قاضي وویل : درواغ مه وایه، مېرمن دې وایي، چې له شرطونو څخه یو شرط دې هم نه دی عملي کړی، مګر ځوان په ټینګار سره ویل، چې ټول شرطونه یې ترسره کړي دي .
 
قاضي وپوښتل : آیا ټول قرآن عظیم الشان دې تلاوت کړی ؟
 
ځوان ځواب ورکړ : هو .
 
قاضي په تعجب وپوښتل : څنګه او څه ډول ؟
 
ځوان ځواب ورکړ : ښاغلیه ! زه د ورځې درې ځله د اخلاص سوره لولم او حضرت نبي کریم (ص) فرمایلي : هر هغه څوک چې درې ځله د اخلاص سوره ولولي، نو د قرآن کریم د یوه ختم معادل دی .
 
قاضي پوښتنه وکړه : څه ډول دې روژه ونیوله ؟
 
ځوان ځواب ورکړ : ښاغلیه ! ما د رمضان له میاشتې وروسته د شوال شپږ ورځې روژه ونیوله او حضرت رسول الله (ص) فرمایلي : څوک چې د رمضان میاشت او د شوال میاشتې شپږ ورځې روژه ونیسي، نو داسې ده لکه ټول کال یې چې روژه نیولې وي .
 قاضي وغوښتل، ترڅو خپله وروستۍ پوښتنه له ځوان څخه وپوښتي او ښه پوهېده، چې دې پوښتنې ته به یې ځوان ځواب ونه لري او وې ویل : آیا ټوله شپه دې عبادت کاوه ؟ ځوان په ډېره سړه سینه د یوې شېبې له پاره چوپتیا اختیار کړه او په موسکایې وویل : هو ! مېرمن یې او قاضي دواړه د دې ځواب په اورېدو حیران شول او قاضي وپوښتل : څه ډول؟ ځوان ځواب ورکړ : زه تل د ماخوستن او سهار لمونځ په جماعت ادا کووم . په دې اړه نبي کریم (ص) فرمایلي : هرڅوک چې د ماخوستن او سهار لمونځونه په جماعت ادا کړي، نو معادل د دې ده، چې ټول شپه یې په عبادت تېره کړې وي. قاضي ځوان ته په حیرانتیا سره وکتل او هوډ یې وکړ، ترڅو خپله وروستۍ پرېکړه وکړي، مېرمنې او خاوند ته یې وویل : لاړشئ، ستاسو په واده کې هېڅ ستونزه نه شته
 
https://avapress.com/vdcenv8wpjh8zfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته