دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 218760
ولسمشر د ولسي جرګې له رئیس سره لیدلي
ولسمشرغني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د ولسي جرګې له رئیس میر رحمان رحماني سره لیدلي. له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د حکومت او ملي شورا ترمنځ د همغږۍ پر لا زیاتوالي، د سولې پروسه کې د ملي شورا پر رول، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملي شورا د هر اړخیز ملاتړ او له ملي شورا سره د سکتوري وزارتونو د همکاریو پر زیاتېدو بحث او خبرې و شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني له ملي شورا سره د حکومت د همغږۍ زیاتوالي لپاره د ولسمشر له هڅو مننه وکړه او وې ویل، ملي شورا په خاصه توګه ولسي جرګه د سولې پروسه کې د حکومت د دریځ بشپړ ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې د چې افغان حکومت اوس یو تازه پړاو ته تللی په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شوي دي.
https://avapress.com/vdcjmoe8yuqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته