دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۰۹
د مطلب کود : 218768
شنونکي: د خبرو لومړۍ اجنډا دې اوربند وي
په دې ناسته کې د افغان دولت ۱۹ کسیز پلاوی چې مشري یې معصوم ستانیکزی او د طالبانو ۲۱ کسیز پلاوی چې مشري یې عبدالحکیم حقاني کوي، د دوی ترڅنګ د ګڼ شمېر بهرنیو هېوادونو استازو په حضوري او انلاین ډول ګډون درلود. په ناسته کې د دواړو ډلو ترمنځ د اجنډا د ترتیب لپاره د تماس ډلو پر ټاکل کېدو موافقه شوې، چې دا ډله به د خپلمنځي خبرو لپاره هغه موضوعات ټاکي کوم چې اړین بلل کېږي. خو دلته په هېواد کې خلک وایي، په کارده چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو لومړنۍ اجنډا اوربند وي، کوم چې په روانو مذاکراتو د ولس د باور د زیاتېدو لامل بلل کېږي. په خوست کې یوتن فعال او لیکوال فرید قربان وایي، د حکومت او طالبانو ترمنځ که هر ډول سرې کرښې یادېږې، خو د ولس لپاره سره کرښه اوربند بلل کېږي. د قربان په خبره، اوس هم په هېواد کې ګرمه جګړه روانه ده او هره ورځ ولس قرباني ورکوي. په وینا یې نو پکار ده چې د بین الافغاني خبرو لومړنی بحث اوربند وي: «د افغانانو لومړنی غوښتنه اوربند دی، موږ تاسې ګورو چې اوس هم عملا د جګړې اور روان دی او ولس پکې سوځي؛ نو زموږ لومړۍ غوښتنه داده چې له هرڅه وړاندې دې اوربند وشي.» قربان وایي د دې ترڅنګ دې تېرې ۲۰ کلنې لاسته راوړنې چې په ښوونیزو، اقتصادي او نظامي برخو کې دي، هم وساتل شي: «د ولس بله غوښتنه داده چې تیرې لاسته راوړنې خوندي وساتل شي او ترڅنګ دې ملي اردو او نور نظامي تشکیلات چې په ډېرو مصارفو او تکلیفونو رامنځ ته شوي پخپل ځای پاتې شي.» په ورته مهال په دغه ولایت کې یو بل تن فعال کبیرمشفق وایي، هیله یې داده چې بین الافغاني خبرې د بهرنیو له لاس وهنې خوندي او دواړه ټیمونه پر یوه داسې مکانیزم کار وکړي، چې له لارې یې افغانان د دایمي سولې څښتنان شي: «زموږ هیله داده چې په روانو مزاکراتو کې دې بهرنۍ لاس وهنې په بشپړ ډول بند شي او دوی دې په یوه داسې مکانیزم کار وکړي، چې هم تیرې ۲۰ کلنې لاسته راوړنې خوندي وي او هم د افغانانو لپاره تل پاتې سوله راوړي.» شنونکي که څه هم د لومړۍ ورځې خبرې ترهغې هم ښې بولي څومره چې تمه کېده، خو لاهم د دواړو اړخونو ترمنځ اوربند، سیاسي نظام او یو شمېر نور داسې ټکي شته چې ښيي ژور فکري اختلافات پکې موجود دي. عام نظر دادی چې ښکېل اړخونه دې په مزاکراتو کې له سوله ییزو ادبیاتو، صبر او حوصلې کار واخلي څو افغانان یوې تلپاتې سولې ته ورسیږي.
https://avapress.com/vdch-6ni623nzqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته