دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۱۱
د مطلب کود : 218770
عبدالله: طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو ته لېوالتیا وښيي
د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبري ناستې ته خبرو کې وویل، له پرون راهیسې د سولې مرکچي پلاویو ترمنځ لیدنې پیل شوي او نن یې هم دوام درلود. عبدالله د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل د سولې لپاره یو مهم ګام وباله او ویې ویل، خلک تمه لري چې د دغو خبرو له امله تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. د عبدالله په خبره، د قطر په ناسته کې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د نړیوالو شریکانو پيغام روښانه و او ټولو په یوه غږ د سولې پروسې او د تاوتریخوالي کمولو ملاتړ وکړ. طالبانو ته نږدې یو نږدې کس سیداکبر اغا له سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، ټاکل شوې د تماس ډلو له جوړېدو وروسته د مهمو ټکو او لومړیتوبونو په اړه خبرې وشي. سیداکبر اغا زیاتوي، د دواړو لوریو له روحیې ښکاري چې د خبرو په لومړۍ دوره کې ښايي د اوربند په اړه هم هوکړه وشي. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرو له پیل سره سم، طالبانو په افغانستان کې خپلو بریدونو ته هم زور ورکړی دی. د ملي دفاع وزارت وايي، په یوازې تېره یوه شپه او ورځ کې طالبانو په ۱۹ ولایتونو کې بریدونه کړي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، ۲۰ امنیتي ځواکونه په‌کې وژل شوي او له ۲۰ ډېر ژوبل شوي دي. خو پوښتنه دا ده چې ایا جګړو ته زور ورکول او د وینو تویولو دوام به د سولې پر هغو خبرو اغېز ولري چې لا هم مخامخ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نه دي پيل شوې؟ د پوهنتون استاد صلاح‌الدین قاري‌زاده وايي، اوربند د سولې په خبرواترو کې د افغانانو غوښتنه ده او طالبان باید دغه غوښتنه ومني. نوموړی زیاتوي، که د خلکو دغه غوښتنه ونه منل شي، د سولې خبرې هم ښايي له خپلې تګلارې کږې شي. ټاکل شوې سبا دوشنبه د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.
https://avapress.com/vdca0anuw49n601.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته