کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله: طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو ته لېوالتیا وښيي

23 سنبله 1399 ساعت 18:11

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبري ناستې ته خبرو کې وویل، له پرون راهیسې د سولې مرکچي پلاویو ترمنځ لیدنې پیل شوي او نن یې هم دوام درلود.

عبدالله د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل د سولې لپاره یو مهم ګام وباله او ویې ویل، خلک تمه لري چې د دغو خبرو له امله تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

د عبدالله په خبره، د قطر په ناسته کې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د نړیوالو شریکانو پيغام روښانه و او ټولو په یوه غږ د سولې پروسې او د تاوتریخوالي کمولو ملاتړ وکړ.

طالبانو ته نږدې یو نږدې کس سیداکبر اغا له سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، ټاکل شوې د تماس ډلو له جوړېدو وروسته د مهمو ټکو او لومړیتوبونو په اړه خبرې وشي.

سیداکبر اغا زیاتوي، د دواړو لوریو له روحیې ښکاري چې د خبرو په لومړۍ دوره کې ښايي د اوربند په اړه هم هوکړه وشي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرو له پیل سره سم، طالبانو په افغانستان کې خپلو بریدونو ته هم زور ورکړی دی.

د ملي دفاع وزارت وايي، په یوازې تېره یوه شپه او ورځ کې طالبانو په ۱۹ ولایتونو کې بریدونه کړي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، ۲۰ امنیتي ځواکونه په‌کې وژل شوي او له ۲۰ ډېر ژوبل شوي دي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا جګړو ته زور ورکول او د وینو تویولو دوام به د سولې پر هغو خبرو اغېز ولري چې لا هم مخامخ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نه دي پيل شوې؟

د پوهنتون استاد صلاح‌الدین قاري‌زاده وايي، اوربند د سولې په خبرواترو کې د افغانانو غوښتنه ده او طالبان باید دغه غوښتنه ومني.

نوموړی زیاتوي، که د خلکو دغه غوښتنه ونه منل شي، د سولې خبرې هم ښايي له خپلې تګلارې کږې شي.

ټاکل شوې سبا دوشنبه د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.



د مطلب کود: 218770

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218770/عبدالله-طالبان-باید-د-تاوتریخوالي-کمولو-ته-لېوالتیا-وښيي

آوا
  https://www.avapress.com