کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت شورا د لویو لارو د امنیت ټینګښت لپاره نوي تصامیم ونیول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 سنبله 1399 ساعت 9:37

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د لویو لارو د امنیت ټینګښت او د قوې د مؤثرې استفادې لپاره‌یې نوي تصامیم نیولي دي.


دغې شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې تړاو پرون یکشنبه د امنیتي سکټور لوړپوړو مسؤلینو په خپله اوونیزه غونډه کې بحث او پرېکړې وکړې.
خبرپاڼه کې د لویو لارو د امنیت او د ځواک د مؤثرې استفادې څرنګوالی نه‌دی واضح شوی، خو ویل شوي چې نوي تصامیم د امنیتي وضعیت او ګواښونو له ارزونې وروسته نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دننه وسله‌والو مخالفو ډلو او جرمي ګروپونو وروستیو کې یو ځل بیا خپل فعالیتونه ډېر کړي دي.
قطر کې د سولې له خبرو سره سره پرون له کندز، بدخشان، غزني، لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ناامنیو او جګړو راپورونه خپاره شول.


د مطلب کود: 218791

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218791/ملي-امنیت-شورا-د-لویو-لارو-ټینګښت-لپاره-نوي-تصامیم-ونیول

آوا
  https://www.avapress.com