دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 218805
عبدالله کابل ته راستون شو
دغه پلاوی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په پرانستغونډه کې د ګډون په هدف قطر هېواد ته تللی و. د دې شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، په دغو مراسمو کې د ګډون تر څنګ یې د نورو بهرنیو هېوادونو له استازو سره کتلی او هغوی ډاډ ورکړی چې د افغان سولې په برخه کې به بشپړه مرسته وکړي.
 نوموړي تېره ورځ په قطر هېواد کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، په لومړی قدم کې اړتیا ده چې تاوتریخوالی په بېساري ډول کم شي او په مخامخ خبرو کې به پر دې مسایلو بشپړ بحث وشي. عبدالله همدانګه څرګنده کړه چې د حکومت او طالبانو تر منځ به په مخامخ خبرو کې بهرنیان نه وي، خو به خبره یې، کېدایشي هغوی ته اړتیا پیدا شي او په دې برخه کې به مرسته وکړي. د یادولو وړ ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د تېرې شنبې ورځ د بین الافغاني خبرو پرانستغونډه ترسره شوه او ټاکل شوې چې نن د دوشنبې پر ورځ دواړه لوري په رسمي ډول مخامخ خبرو ته دننه شي.
https://avapress.com/vdcjyoe8iuqevoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته