دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 218832
افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پيل شو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره له نن څخه د پولیو ضد واکسین کمپاین پلېدو خبر ورکړی دی.
روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۱۴(وږې۲۴) په یوې ا علامیې کې ویلي چې د پولیو ضد واکسین به سر له نن دوشنبې بیا د وږې تر ۲۸مې په ۲۰ ولایتونو کې تر سره شي.
اعلامیه وايي چې د یاد واکسین پر مهال به ۶.۱ میلیون تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د کرونا ویروس رامنځته کېدو له امله د تیرې فبرورۍ میاشتې څخه بیا تر جولای میاشتې د پولیو ضد واکسین کمپاینونه ځنډول شوي و.
روغتیا وزارت ویلي چې نژدې لس میلیونه تر پنځه کالو کم عمره ماشومان له واکسین څخه بې برخي و او د ګوزڼ له ګواښ سره مخ وو.
د عامي روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني ویلي:"موږ اجازه نشو ورکولای چې ګوزڼ یا پولیو د ماشومانو ژوند ورتباه کړي... زه له ټولو والدینو څخه هیله لرم چې د واکسین کارکوونکو ته په خلاصه غیږ هرکلی ووايي او خپل ماشومان واکسین کړي. د افغانستان راتلونکی په دې پوري تړلی چې څنګه موږ ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو په وړاندي د واکسین کولو سره ژغورو."
د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په روان کال کې تراوسه ۴۶ د پولیو پېښې رامنځته شوي چې ۳۲ يې په جنوبي حوزه کې دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtoe88uqevoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته