د غه ټویټ پرون د پاکستان د دفاع او بهرنیو چارو پخواني وزیر خواجه محمد اصف کړی دی.
نوموړي په دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د طالبانو د مرستیال ملا عبدالغني برادر له عکس سره په ظاهره امریکا ته په خطاب کې لیکلي: "که زور ستاسې دی، خو الله له موږ سره دی، الله اکبر."
د دغه ټویټ په ځواب کې د افغان ولسمشر لوړپوړي سلاکار وحید عمر خواجه اصف ته لیکلي، همدغه ملا برادر چې خدای لري، هغه مهال پاکستان کې بندي و او شکنجه کېده چې تاسو د دفاع وزیر وئ.
عمر دې ټویټ کې وړاندې ښاغلي اصف ته لیکلي: "کله چې تاسو وزیر وئ، پاکستاني طالبانو د پوځ پر یوه ښوونځي برید کې ۱۴۰ ماشومان ووژل، ایا هغوی هم خدای درلود."
د خواجه محمد اصف دغه دریځ د افغان سیاسیونو غبرګونونه هم راپارولي دي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمتالله نبیل پر خپل فېسبوک د خواجه اصف د ټویټ په شریکولو سره لیکلي چې "خواجه جانه: خدای ستاسو په اجاره کې نهدی، بلکې ډېره ترهګري، قتل او غارت ستاسو په اجاره کې دی".
پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د ښاغلي اصف په ځواب لیکلي "او حکومت چې تر اوسه میلیونونه ډالره اخیستي هغه د چا و؟"
اخوا بیا د پاکستان پارلمان غړي او د دې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ پر ټویټر لیکلي "خدای نه ظلم کوي او نه ظالمانو سره دی، الله د یوې ذرې په اندازه هم ظلم نهکوي."
تر اوسه اسلاماباد په رسمي ډول د دغه ټویټ په اړه څه نهدي ویلي، خو د ښاغلي اصف د ټویټ د نظرونو په برخه کې ګڼو کسانو د هغه په پلوئ او ګڼو نورو د هغه دا دریځ غندلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)