دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 218856
د امریکې د واټسن انسټيټيوټ د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د کال 2001 د اکتوبر د میاشتې نه تر د کال 2019م د اکتوبر د میاشتې پورې په 18 کاله جګړه کې ټول 157000 کسان وژل شوي دي. د واټسن انسټيټيوټ ترمخه په دې 18 کاله موده کې په پاکستان کې 66000 کسان وژل شوي دي. د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د 18 کاله جګړې له امله نېغ په نېغه وژل شوؤ کې تر ټولو زياته شمېره د افغان پوځ او پوليس ښودل شوې چې 64124 سرتيري پکې وژل شوي دي. ویل شوي په جګړه کې 43073 ملکي وګړي او 42100 مخالفه وسله وال وژل شوي دي.


په وژل شوؤ کې د امریکا د پوځ او کنټرېکټرانو سره د نورو اتحادي سرتيرو ټوله شمېره 7263 ښودل شوې ده.

ویل شوي په 18 کلنۍ جګړه کې 67 ژورنالسټان او 424 د بشري حقونو د تنظيمونو کار کوونکي هم وژل شوي دي.

په افغانستان کې د 2001 راهسې پېل شوې جګړې ته د پای د ټکي اېښودو دپاره دوه ورځې وړاندې په لومړي ځل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ رسمي خبرې اترې پېل شوي دي.

د روان کال د فرورۍ په مياشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په توافقنامه کې ویل شوي ؤ چې د مارچ په مياشت کې به بېن الافغاني خبرې روانې شي خو د بندیوانو د خوشي کولو په عمل کې د ځنډ له امله دغه خبرې تر دې وخته اوږدې شوې.
https://avapress.com/vdcftcd0vw6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته