دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۲۱
د مطلب کود : 218877
په مزارشریف کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې
د نازیلا په نوم یوې نجلۍ له اتم منزل څخه ځان لاندې ځمکې ته راغورځولی دی. د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل رسنوته وویل، یاده نجلۍ په اصل کې د اوومې ناحیې اصلي اوسېدونکې وه او د کارته بخدي په سیمه کې د خپلې ترور په کور کې مېلمنه وه. د عادل په خبره، لومړنۍ څېړنې ښيي چې هغې د کورنیو ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده. د بلخ امنیتي چارواکي وایي، د دې پېښې په تړاو یې پلټنې روانې دي. د یادولو وړ ده چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د کورنیو ستونزو له کبله ورته پېښې رامنځته کېږي او لامل یې په دې برخه کې د عامه پوهاوي نشت یادېږي.
https://avapress.com/vdciyvaryt1azv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته